close
تبلیغات در اینترنت
بیوگرافی اکرم خپلواک

بست بیوگرافی

بیوگرافی اکرم خپلواک

کانال تلگرام ما ما را از طریق کانال دنبال کنید.
امام حسین (ع) : بخشنده ترین مردم کسی است که در هنگام قدرت می بخشد.
تبلیغات شما تبلیغات شما

بیوگرافی اکرم خپلواک

اکرم خپلواک ویکی پدیا,بیوگرافی اکرم خپلواک,اکرم خپلواک کیست؟,خانه / ثروت اکرم خپلواک,آخرین خبر اکرم خپلواک,کانال تلگرام اکرم خپلواک,سایت رسمی اکرم خپلواک, اکرم خپلواک کیست, اکرم خپلواک متولد,ارتباط با اکرم خپلواک,عکس همسر اکرم خپلواک, اکرم خپلواک ازدواج,همسر اکرم خپلواک,پسر اکرم خپلواک , اکرم خپلواک بدون آرایش,اکرم خپلواک کجاست؟,دختر اکرم خپلواک ,فیلم اکرم خپلواک ,کلیپ اکرم خپلواک, اکرم خپلواک قبل عمل زیبایی,اکرم خپلواک,زندگی نامه اکرم خپلواک,عکس اکرم خپلواک,اینستاگرام Instagram اکرم خپلواک , اکرم خپلواک و همسرش,شماره تلفن اکرم خپلواک,

محمد اکرم خپلواک

Jump to navigation Jump to search
محمد اکرم خپلواک
بديل=
زېږېدنه محمد اکرم
(۱۳۵۲) هجري شمسي
پکتیا
مليت افغان، پښتون
زده کړې د کابل طبي پوهنتون
د فعاليت کالونه (۱۳۸۶) - (۱۳۸۹) - (۱۳۸۱)

محمد اکرم خپلواک ( انگرېزي: Akram Khpalwak) ډاکټر محمد اکرم خپلواک د حاجي گلاب خان زوی دی. په ۱۳۵۲ کال په پکتیا کې زېږېدلی، څو میاشتې وړاندې ولسمشر کرزي ډاکټر خپلواک د سرحدونو او قبایلو چارو د سرپرست او نوماند وزیر په توگه ونوماوه.

مخينه

  • ډاکټر محمد اکرم خپلواک په ټولنیزو، فرهنگي، سیاسي او ملي کړیوکې ډېر یاد او فعال دی. شخصیت، فکر، عمل، احساس او دریځ یې هم ټولو ته ورمعلوم دی. د ولسمشر کرزي د لنډ مهاله واکمني پرمهال یې خپله ملي مبارزه له ټولنیزو چارو پیل کړه. د خپلو ټولنیزو هلو ځلو د انسجام په موخه یې له خپلو همفکرو ملگرو سره په گډه د افغان ځوانانو ټولنه جوړه کړه. یادې ټولنې د ده تر مشرتابه لاندې گټور ټولنیز، علمي او فرهنگي خدمتونه وکړل. په پکتیا کې د نښتر په نوم د لومړنۍ ازادې مجلې ویاړ او نوښت هم د ډاکټر خپلواک دی. د نوموړي په مالي لگښت چاپېدونکې نښتر مجلې د پکتیا او پکتیاوالو د ژوند، ستونزو، غوښتنو او لومړیتوبونو په اړه گڼې او گټورې لیکنې خپرولې.
  • د سیمې او هېواد د لوی عالم او څېړونکي علامه پوهاند عبدالشکور رشاد په نوم (رشاد) علمي او څېړنیزه مجله هم د ښاغلي خپلواک په نوښت او امتیاز خپره شوه. پر دې سربېره گڼې غونډې، نمانځنې، سیمینارونه ، مجلې او کتابونه د ده په هڅونه او مالي امکاناتو جوړ او چاپ شوي دي. مصور بنسټ چې د شهید محمدهاشم مصور له نوم سره تړلی او په ۱۳۸۶ کال تاسیس شوی د ډاکټر خپلواک امتیاز دی. په ۱۳۸۹ کال د یاد بنسټ انتخابي مشر شو. مصور بنسټ تر دې مهاله افغان ماشومانو ته پنځوس ۵۰۰۰۰ علمي، معلوماتي، انځوریز، د شعر او کیسو کتابونه او مجلې چاپ کړي، له همدې امله شهید مصور او ډاکټر خپلواک د زرگونو ماشومانو د دعاگانو په لپو کې را شین دی. ډاکټر خپلواک د خپلې ژبې اوکلتور له ودې او بډاینې سره رښتینې او بې کچه مینه لري. عامه او ستراتیژیکې اړیکې یې په ۱۳۹۰ کال د نوي ډيلي په اپتیک کالج کې ولوستې.
  • په مشرتابه، مدیریت، انگلیسي، کمپیوټر او نورو برخو کې یې هم گڼ لنډمهالي کورسونه ویلي. لومړنۍ دنده یې ۱۳۸۱ کال په پلازمېنه کابل کې پیل کړه. د جنوبي پرمختایي موسسې د اړیکو مسول وو. دوه کاله د وحید فضلي ساختماني شرکت ریس وو. په ۱۳۸۵ کال د پکتیکا والي شو. له یاده او پامه لوېدلې پکتیکا یې په رسنیو کې مطرح کړه. د حکومتولي، له ولسونو سره د تفاهم، بیارغونې، معارف او امنیت په برخه کې یې د پام وړ خدمتونه وکړل. خړه پړه پکتیکا یې ښکلې، اباده او سمسوره کړه. په ۱۳۸۹ کال د مصور بنسټ انتخابي مشر شو، تر څنگ یې په ملي، سیاسي، ټولنیزو، کلتوري او سوله ییزو هلو ځلو هم بوخت وو. نوموړی د اساسي قانون، بیړنیو لویو جرگو، امن جرگې، مشورتي لویې جرگې او دودیزې لویې جرگې فعال غړی پاتې شوی او په ټولو یادو جرگو کې یې په کلکه د ملي گټو ننگه او ملاتړ کړی. په ۱۳۹۱ کال د فراه والي شو. په فراه ولایت کې یې د ولایتي ادارې د سمون او ښه والي په برخه کې د پام وړ هلې ځلې وکړې. د دولتي ځمکواو جایدادونو د پلور او لوټ مخه یې ونیوله. د اداري فساد په مخنیوي سره یې د دولت عایدات لوړ کړل. په ترهگریزو او مافیایي کړیو کړۍ دومره راتنگه کړه، چې څو ځله یې مرگوني بریدونه پرې وکړل، خو د خدای په فضل نوموړی له ټولو بریدونو خوندي او روغ رمټ راووت. یادو بریدونو ډاکټر خپلواک له خپل پیاوړي هوډ څخه را ونه گرځاوه. د گاونډیو د لاس وهنو، مافیایي او ترهگریزو کړیو د ناوړه کړنو د مخنیوی په موخه یې خپلې هلې ځلې نورې هم چټکې کړې.
  • څو میاشتې وړاندې ولسمشر کرزي ډاکټر خپلواک د سرحدونو او قبایلو چارو د سرپرست او نوماند وزیر په توگه ونوماوه. د سرحدونو او قبایلو چارو دغه ځوان وزیر هڅه کوي چې د تېرو درې لسیزو پرمهال له خپل مسیر څخه کاواکه شوی وزارت بېرته خپل اصلي مسیر ته ور وگرځوي، په همدې موخه یې له روڼ اندو سره گڼې مشورې کړي او لا هم یاد وزارت ته د روښانه تگلوري په موخه په فکري، مشورتي او عملي هلو ځلو بوخت دی. ډاکټر خپلواک غواړي چې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د روانې جگړې لاملونه وڅېړي او د له منځه تللو لپاره یې عملي او گټور گامونه پورته کړي، داسې گامونه چې له برکته یې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د زده کړې ټکنی او ځنډنی بهیر ښه او چټک شي. روغتیایي او نورې اسانتیاوې په کې اسانه ، ارزانه او پرېمانه شي. د قومي مشرانو مرموزې وژنې ودروي. د کرښې دواړو غاړو ته پرتې ناامنه او وروسته پاتې سیمې، کلي او بانډې لومړی امن او بیا یې د پرمختگ لپاره گټور پلانونه طرحه او پلي کړي. خلکو او ولسونو ته د ژوند کولو امکانات زیات کړي، پوهه او تمدن ور وړي، څو له ژوند سره د یادو ولسونو مینه اولېوالتیا نوره هم زیاته کړي. ډاکټر خپلواک د خپلې وړتیا او هلو ځلو له امله په لږ عمر کې گڼې لاسته راوړنې او پرمختگونه لرلي دي. امید دی چې په سرحدونو او قبایلو چارو وزارت کې هم د افغانستان او د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته پرتو ولسونو ته د لا ښه خدمت جوگه شي. هغه څه ترسره کړي چې هم د افغانستان او هم د یادو ولسونو په گټه وي.

زده کړې

  • لومړنۍ او منځنۍ زده کړې یې د کډوالۍ او جلاوطنۍ په اغزن چاپيریال کې په دارالنجات مدرسه کې پیل او په حضرت عمر فاروق (رض) عالي لېسه کې بشپړې کړې.
  • په ۱۳۷۳ کال د اسلامي پوهنتون طب پوهنځي ته بریالی شو او د فراغت سند یې په ۱۳۷۹ کال له کابل طب پوهنتون څخه ترلاسه کړ.

باندنۍ تړنې

https://ps.wikipedia.org/wiki/%D9%85%D8%AD%D9%85%D8%AF_%D8%A7%DA%A9%D8%B1%D9%85_%D8%AE%D9%BE%D9%84%D9%88%D8%A7%DA%A9

دیدگاه کاربران


تبلیغات بنری

محل تبلیغات شما

آرشیو

درخواست آهنگ مجاز

آهنگ مورد نیاز خود را درخواست کنید.

مطالب
آمار سایت
  • تعداد مطالب 3598
  • تعداد دیدگاه ها 19
  • تعداد کاربران انلاین 2
  • تعداد اعضای سایت 1
  • بازدید امروز 1,075
  • بازدید دیروز 3,208
  • بازدید کل 833,151
کدهای اختصاصی
X بستن تبلیغات

-------------------------------------------------------------------------

دانلود آهنگ متن ترانه تکست موزیک کد اهنگ پیشواز دانلود اهنگ جدید

برات پیش اومده آهنگی رو از اینترنت بخوای و برات مهم باشه
باهاش خاطره داشته باشی و پیداش نکرده باشی؟

دانلود آهنگ درخواستی
برای دریافت آهنگ درخواستی به شماره زیر در تلگرام پی ام دهید

09306108990

به تماس ها جواب نمیدهیم

لطفا فقط آهنگ های مهم و کمیاب درخواست بشه


لینک درخواست موزیک در تلگرام

https://telegram.me/textniceir

-------------------------------------------------------------------------

وَإِن یَکَادُ الَّذِینَ کَفَرُوا لَیُزْلِقُونَکَ بِأَبْصَارِهِمْ لَمَّا سَمِعُوا الذِّکْرَ وَیَقُولُونَ إِنَّهُ لَمَجْنُونٌ ﴿۵۱﴾ وَمَا هُوَ إِلَّا ذِکْرٌ لِّلْعَالَمِینَ ﴿۵۲﴾